د کابل په لوېديځ کې په پغمان ولسوالۍ کې يوۀ ځانمرگي بريد لس کسان وژلي، چې يو پکې بهرنى سرتېرى دى.
د ناټو په مشرۍ د آيساف ځواکونه وايي بريد د دوى په ځواکونه وشو چې يو سرتېرى يې ور ووواژه او درې نور يې ټپيان کړل. له دې سربېره، د ناټو ځواکونو خبرپاڼه وايي نهه تنه ولسي خلک هم په دې بريد کې وژل شوي، چې شپږ يې ماشومان ښوول شوي.
د کورنيو چارو وزارت وايي ټولټال ١٢ تنه ټپيان دي، چې د آيساف درې سرتېري هم پکې دي.
د ځايي چارواکو په وينا، بريد هغه مهال وشو چې ايټالوي پوځيان د کابل په لويديځ پغمان ولسوالۍ کې د بلبل چينې په سيمه کې د يوۀ نوي پله پر جوړولو بوخت وو.
چارواکي وايي بريد کوونکي هڅه کوله چې ځان د ايټالوي سرتيرو يوې ډلې ته ورنژدې کړي چې دبيارغاونې پر چارو بوخت وو.
د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل گڼو بهرنيو سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتي. دۀ بريد کوونکى د مصطفى په نوم د کابل اوسېدونکى وښود.
کابل د هېواد نورو برخو ته په پرتله له ځانمرگو بريدونو څخه يو څۀ خوندي دى. دلته وروستي ځانمرگي بريدونه کابو دوه مياشتې مخکې د روژې په مياشت کې شوي وو چې په لسگونو پوځيان يې ووژل.
قرباني
په غبرګو زولنو کې د اخـــــــتيار سره درځم
ستا غيږې ته مرګيه له ايـــــــــثار سره درځم
نوبت ته دې ولاړ يمه د نېــــــل حريصه روده
لږ صبر راته وکړه له سيـــــــــنګار سره درځم
زما د زړه له کومې د منصـــــور اروا ته وايه
مزار ته دې په غاړه کې له دار ســــــره درځم
دحــق ادا کول خو قرباني د ځوانۍ غــواړي
ارمانه صدقې ته له مزار ســـــــــــــــــره درځم
پيرو ، د پروانې ته د اورونو لوبه څــــــــه ده
د ميني ازمويښت ته له انګار ســـــره درځم
خزان مې په ګلزار د ارزوګانو باندي راغی
فرياد ته به ماتمه له بهار ســـــــــــــــــره درځم
پيالې مي پورته کړي د وطن د عشق له ميو
د سر په پيمانه کي له خـــــــــــــمار سره درځم
ستا توره او قلم مي مشـــــــــالونه د سفر دي
دربار ته دي خوشاله له ټيــــنګار سره درځم
( کامران دې وي وطن او ککرۍ دې زما نذر )
دننــــــــــــګ د بيړۍ نوحه له تلوار سره درځم
د زړه د وينو رنګ مي د سينې ټپونه سپړي
يو ګل د پسرلي يم له پرهار ســـــــــــــره درځم
د (خيال ) په تصور کي د وطن د الـهام ناوې
سلام ته دې د عشق له افتخار ســـــــره درځم
غزل
عبدالرحيم هلال
د خپل بخت په پله روان يو د منزل په لور سفر دئ
وخته ستا په سخت مزل کي د مزل په لور سفر دئ
د خپل سر په بيه ژوند دئ، تېروو يې چاره نشته
د ګواښونو سره مخ يو د اجل په لور سفر دئ
د دوى منځ کي اختلاف دئ، چي تر کومه به په ضد وي
پکښي موږ ته خطر پېښ دئ د غوبل په لور سفر دئ
بس روان زموږ کاروان دئ خو په تمه تمه تمه
د اغزو په څوکو – څوکو مو د ګل په لور سفر دئ
زړه کي يو جانان ځايېږي، شېخه څه له راته ګورې
د دې ښکلي شان اقرار مو د کوتل په لور سفر دئ
غزل
مسعود ودرګ
انتظار ورته کومـــــه که ېي يو ځل راته پــــــــــام شي
د ګودر لارې ېې څارم خير ده نوم کــــــه مې بدنام شي
اننـــــــــــــــــــګي ېې سره ګلونه ساده حسن يې ځليږي
تورې زلفې چې خورې کا سپينه ورځ تيــاره ماښام شي
د ساقي په ميخانه کــــــــــــې د اغيــار له شوڼډو څاڅي
زه وه وچې شوڼډې ګــــــرځم وايې تـــا باندې حرام شي
د شرابو ګوټ کومــــــــــــــــــه د سکون پـــه پلټون کې
د نصيب برخه مې خواره ده ساقي راتـــــــــــه امام شي
په نصيب کې ېې جوړ نشته د اشنا سترګـــــې ميخوارې
خدای خبــــــــر شه که مسعود ته به يو ځله هم انعام شي
خپرندوی عزیزی
څلوريځه
خاطره اسحاقزۍ
په ذهن كي مي ستوري تصويرونه د جانان
راځي لكه دخوب غوندې يادونه د جانان
كه هر څو يې ډاډه كړم خو بيا هم له درده ژاړي
دا زړه به آخر وچوي له جنونه د جانان
دخپلې خوراو الورنه دهغې خپل مهراخستل
دښځوسره ظالمانه سلوک اودهغوئ په حقوق تیری کول
سوال :-ځنـــی خلـــګ وايي خورته پلاردودیدوپه وخت ډیرسامانونه پسې ورکوی لهذا نورحق يي دپلارپه مال کی نشته ؟
ځواب :-دی خوراولورحق په میراث کـی شتـــه اوپـــه شریعت کی معلوم ده چی خوردې ورورپه مقابـــل کی یوچــــندحصه ده اودی وروردوه چـــــنده او کومه چی لورده که يي وروڼه نه وی اولوریوه وی نودپلاریامورپه مـــیراث کی حق نصف ده (نیمي)مال اوکه دوه اویاتردووزیاتی وی بیايي په میـراث کی حق اوحصه ثلثین ده . ددی په هکله الله تعالی ﷻ فرمايي یوصیکم الله فـــــــــــی او لادکم للذکر مـــــــثل حظ الانثیین فان کـــن نساء فوق اثنتین فلهـــــن ثلثا ماترک والکانت واحدة فلها النصـــــف سورة النسا حکــــــــم کوی الله تعالی ﷻ تــــــــاسوته دی تاسودی اولادوپــــــه حــــق کی چی دسړی حصــــــه ده دووښــــځو دی حصی برابره ده اوکه صـرف ښځی وی اوتر دووزیاتی وی نوددوی حـــــــصه ثلثین ده اوکــــه یوه وی بیانصـــــــف ده یعنی نیــمايـــــــي اوکوم چی ددی خلګوحکم ده چی خورلــورته په میراث کی حـــق نه ورکوی ددوی حـــکم ډیر خطرنــــاک ده الله تعالی ﷻ دی میراث بیـــان کوی دهغه نـه ورسته بیان کوی من یعص الله ورسوله و یتعدحدوده یدخله نارا حالداًفیهاوله عــــذاب مهین سورة النساء ایــــــات ۱۴څوک چی نافرمانی کوی دی الله تعالیﷻ اودی رسول دی الله تعالیﷻ اوتجاوزکوی له قوانینو دی الله تعالیﷻ داخل به شی اوورته همیشه به وی کی اودده دپــــــــــــاره بـه دزلت عــــــذاب وی
دیادونـــی وړده چـــی په ایات مـــذکورکی دی خــالدلفظ راغلی چه همیشه معنی يي کیږی اودا حکم دی کافرده لهذادادی هغوخلــــګوپه بـــاره کی ده چی داتجاوزونه جائزبولې اویاپه داسی ځایودی امام صاحب (رح)په نـــــــزد ډیر ځنډمــرادده خــــلاصه داده چی څوک دخوریا لورپه حق تیری کوی هغه دجهنم مستحق ده اوهمدارنګه په حدیث کی دی چی مشکوة ذکرکړی چی کوم واریث له میراث نه محروم کړل شی نوهغه خلګ چی وارث يي محروم کړی په ورځ دقیامت به له جنته محروم کړل شی رواه ابن ماجه بالاخیره دلوریا خورحق نه ورکول ډیرخــطرناک عمل ده اوکبیره ګنــاه ده په داسی عمل کوونکی دی خداي ﷻ دسخت غذاب ویـــره ده الله دی مونـــږور څخه وساتې
ځـواب :- یوخــوهــغه ســــامان دی دلوردمهرپه روپو اخستل شوی وی چی هغه ددی خپلی روپودی اوکه داسامان ددی په مهرنوې اخیست شوی هـــم داعطیه ده له میراث نه مانع نشې ګرزیدای اوسره له دی چی داپه ژونـدکی ده اومیراث له مرګ نه وروسته وی .
سوال : لور دی پلارپه کوم مال کی حق شــــته ؟
ځواب :-دلورحق دپلارنه پاتې په نغدوروپـوکی اوپه زمکه کی اوپه ټـــولو هغوشیـــانوکی چی ترمرګ مخته دپلارپه ملـــــکیت کی ووددی حـــق شته
سوال :- کــــه چیری دی ناعلمی له وجه ورته دپلارپه میراث کی حق نـه وی ورکړل شوی نودالله ﷻ دعذاب نه دخلاصون لاره څه ده ؟
ځواب :-هغی محرومی خورته دې وویل شی چی دپلارپه میراثی مــال کی ستاهم دومره حق شته ایاته يي ماته پخښې که هغه ښځه په طیب نفس سره بی له اجبــــارنه داخپل حق ورتــه وبخښې نوامیدده چی الله تعالی به يي هم وبخښی اوله عــــذاب نه به خـــلاص شی اوکه هــــغه ښــــځه خپل حق ضرور غواړی نوورکول يي لازمی دی
سوال :-ډیرخلګ کونډې ته هم خپــل حـــق نــــه ورکوی اوهغه بـــی دهغی له رضایتـــه خپـــل قریب ته دمیراث په شکل کی په نکاح کوی ګویاکی ده ته دامیراث پــاته ده اوله دنه ماسواء بل څـوک داحـــق نلری چی داکونــډه پــــه نکاح کړی اونـــه داکونـــډه اختــیارلری چی په خپله خوښه له چاســره نکاح وکړی داعمل دی پښتنوترکومه حده ناجائزده ؟
ځواب :- دی یوومســـلمان نـــروی اوکــه ښـځه حق خوړل هغه که میراث وی اوکه غیـــردمیراث وی په اصــل کی دی اورخوراک ده اوداوعیدونه مخته
تـــیرشواوکـــوم چی داعمل ده چی یوه کونـــډه بی له رضایته دی میراث په شکل کی په نـــکاح کول دی داهغه ظلم ده کـــوم چی دی جاهلیت په دورکی مشرکانوله ښځوسره کول الله تعالی ﷻ په دی هکله داسی فرمايي لایحل ان ترثواالنساءکرها نده حلال تاسولره داچی په میراث باندی وړی ښځی په زبردستی اوزورسره ?ددی ایات په نفسیرکی تفاسیرلیکی چی دجاهلیت په زمانه کی دی حضرت نبی کریم ﷺ تربعثت مخته چی شرک اووهشت و چی کله به دی یو ښځی میړه (خاوند)مړشودهغه د مرده واریثانو به دده دغه کونډه ښځه که بی زړه غوښته ورسره به يي په خپله نکاح
ادامه مطلب
په روژه کی دمروجه تسبیحاتوحکم
په روژه کی دتبارک الذی سورة ویلوحکم
سوال ځنی ملاامامان په تراویحوکی په هره تراویحه کی په لــوړاوازسره ځنی خاص تسبیحات وايي لکــه په اول درمــضان کی دتسبیحاتوپــه اخیر کی مرحـــباوايي اوپــه اخیر درمضان کی الـــوداع وايـــي ایاددی عمل کوم اصـل په کتابوکی شته اوکه نه ؟
تسبیحات ویل ذکرده اوذکردالله تـــعالیﷻ یوعظـــیم عــــبادت ده خوالبته په هغه طریقه عبادت کول چی شریعــت ورته ښـــودلی وی په کومه موقع کی چی شریعت دذکر بـــالجـــهرحــکم کړی هلته په جهر(په زوره)سره ویل سنت دی لکه تکبیرات التشریق اوتلبیه په حج کی اوچیرته چی دجهر حکم نه وی هلته په خفیه (سوکه)ذکرکول بهتردی ائمه اربعه دذکر خفیه په مستحب والی متفق دی اګــرکه امـــاابویوســــف اوامـــام محــــمداوبعضی صوفیه دذکربالجهرقائل دی خوالبته ائمـــه اربعـــه چی په کومه خبره متفق وی حق به دهغوی خواته وی لکه چی الله تـعالیﷻ فرمايي واذکرربک فی نفسکه تضرعاًوخیفه ودون الجهرمن القول پ ۹ اعراف ۲۴ع یعنی ذکرکړه رب خپل په زړه کی په عاجزی سره اوپه ډارسره اوترجهرپه کم اوازســره له قول نه بل ځـای الله تــــعالی ﷻ فـرمايي ادعـوربکم تضرعاًوخفیه انه لایحب المعتدین پ ۸ اعراف ۷ع یعنی بوله رب خـــپل پـــه عــــاجزی سره اوپه خفیه طریقی سره بیشکه الله تعالی ﷻ محبـــت نـــــه کوی لــــه تجاوزکوونکوسره په دغه ایات کی مسلمانانوته ددوخبروتعـــلیم ورکــــول دی یـــوداچــــه پــه اخلاص سره دعـااو ذکر کوی دوهم داچه په سوکه اوپه پټه سره الله تــعالی یادکړی لــه خـــپله حـــده تـــجاوزمـــکوئ یـــووخت صحابــــه کـــرامو(رض)په لوړاوازسره ذکرکاوه حضرت نبیﷺ دوی منــع کړل اوويي فرمایل ایهاالناس اربعواعلی انفسکم انــکم لیس تــــدعــــون اصــــم ولاغــــــائـــب وانـــکم تـدعون سمــــیعاقریباًوهومعـکم بخاری ج۲ ص ۶۰۵ ومسلم ج۲ ص۳۴۶ اي خلګوپه خپلونفسونونرمی کوی تاسووداســـی ذات نه بولی چی هغـــه کوڼ یاغائب ده بلکی تاسو اوریدونــــکی اونیــــــــــــــږدی ذات بولـــی هغه دتـــاســــوسره ده حضرت امام نووی (رح)ددی حدیث په شرحه کی لیکی - ففیه الندب الی خفض الصوت بالـــذکراذالم تـدع حاجةا لی رفعه شــــرح مسلم فی ذالک الموضع یعنی داحدیث په دی دالالت کـوی چــی په سوکه ذکرکول بهــتردی ترڅــــو چی لـوړاوازته حاجــت نه وی پیداشوی
فتاوی بزازیه په دی هکله داسی لیکی
وعن فتاوی القاضی انـــــــــــه حـــــــــرام لمـــــاصـــــح عن ابن مسعود(رض) انه اخرج جماعة من المسجدیهللون ویصلون علی النبی ﷺ جهـــــراًوقـــــــــــال لهم مااراکــم الی مبـــتدعین بزازیه علی هامش عالمګیریه ج۶ ص ۳۷۸ له فتاوی دقاضی نه نـقل ده چی په جـــهر ذکرکول حرام دی له حـضرت ابن مسعود(رض) نه صحح روایت ده چی هغـه یوه ډله دخلګوله جماعت نه وایستله کومـوچی هـــــغوی پـــه لــــوړاواز ســــــره لااله الالله اودرود شریـــف وايواوویــــی فرمــــایـــل چی نـــه وینــــم تاسوزه مــــګربدعــــتیــان
همدارنګه فتاوی کبیری لیکی
ولابی حنیفة ان رفع الصوت بالذکربدعة مـــخالف للامرفـــی قولــــه تعالی ادعوربکم تضرعاً ص ۵۶۶ یعنی له امام ابی حنیفه (رح)نه روایت ده چی پورته کول دغږپه ذکربدعت ده له جهـــته دی مخالفته دامــــردالله تعالی ﷻ په دی قول کی ودعوربکم تضرعاً حضرت مفتی کفایت الله صاحب په دی هکله داسی لیکی سوال بوقت ارام ګرفتن خاموش نشندیابایدچیزبخواندجــــــــواب مختاراست که خاموش نشــندیابه اهستګی قران یاتسبیح بـــــــخواند تعلیم الاسلام حصه ۴ص۳۵ په وخت دارام کولوکی بایدســـړی خاموښ کښینی اویاڅه ووايي په ځواب کی لیــکی غـــوره داده چی خاموښ کښینی یاپه سوکه قـــران یاتسبیح ووايي حضرت مولاناعبدالحــی رح)اومفتی رشیداحمدصاحب (رح)ددی عمل پــه بدعتوالی تصریح کړی لکه چی هغه لیکی سوال په اخیره جمعه درمضان کی الوداع ویل څنګه دی ځواب الوداع کومه چی په دی زمانه کی مـــروجه ده له بدعت نه خالی نده په معـــتمدو علمأوولازمه ده چی داطریقه پریږدی ترڅوعوام ددی دضروروالی دعقیدی نه نجات پیداکړی مـجموعة فتاوی عبدالحی اردوص ۵۳۴ اواحسن الفتاوی ج۱ ص ۳۷۱
دتـــیربحث خلاصه داشوه چی مروجه تســـبیحات ویــل ذکرده اوذکرپه لوړ اوازسره دامام ابوحنیفه (رح)په نزدبدعت ده اونــه په قرونـــوثـــلاثه ووکی د دی عمل کوم اصل شته اونه په کوم کتاب کی دداسی خاصـــو تســـبیحاتو چی په الوداع اومرحبامشتمل وی ذکرشته لهذاددی عمل په بدعــت والی کی شک نشته پریښودل يي لازم دی والله اعلم بحقیقة الحا ل
سوال په روژه کی ځنی ملاامامان دتروایحودلمانځه نه وروسته تبـــارک الذی سورة وایي اوبل وخت داسورة نه ویل کیږی ددی عمل حــکم څه ده ؟
مخته تیرشواوورسته هم راځی چی مستحب یامــــباح کارونه پــه یوخاص وخت پوری خاص ګرزل چی شریعت نه وی خــاص کړی بـــدعت ده خوالبته که په داسی وخت پوری یوشی خاص شی لاعـــلی الالتـــزام چی په هغه وخت کی ثـــــواب زیات وی لکه روژه لکه چی یونیک عمل پکښی پـه (۷۰)چنده ده نوبـــــدعت نده چونکه دروژی فضیلت له احادیثونه ثــابت ده خوکه بیاهم دعوامـــوپه ګمان تبــــارک الــذی ویل په روژه کی ضروری وی نوبیا بدعت ده ځکه چی مخته به راشی چی که په یومستحب یامـباح عمل دسنتو یاواجبو ګمان کیږی هغه مکروه اوبدعت ده لهذادغه عمل اقــــلاًله شائبی دبدعـت نه خالی نده او حضـــــرت نبی ﷺ فرمايي داع مایریبــک الـــی مالایریبک فان الخیرطمانیة وان الشرریبة یعنی پریږده هغه شی چی تاپه شک کی اچـــــوی اواختـــیارکــــړه هغـــه څــــه چی دشــک نه خالی وی ځکه خیرباعث داطمینان ده اوشرباعث دشک ده- مستدرک ج۲ص ۱۲ لــهذاښه خبره داده چی داعمل پریښودل شی دخیرکارونه نورهم ډیردی اولـــه هرڅـه نه پاک اودشک او شبــهی نه خالـــی دی ددی پرځای هغه بـــایـد عملی شی
والله اعلم وعلمه اتم واحکم
ادامه مطلب
په مسجدکې ددنیاوی خبروکولوحکم
سوال دی پښتنـورواج ده چـــی په جماعـــتونوکی منـــجلسونه کوی اودی مهمان خانوپه شکل يي استعمالوی دپښتنوددغه عمل حکم څه ده اودالله تعالی ددی ایات مطلب څه ده ؟ وان المساجدلله فلاتدعوامع الله احدا مســجدونه دی الله تعالی کورونه دی تاسو مه بولی په مسجدوکی دالله تعالی نه سواء بل هیــــڅوک
په جماعتونوکی دنیاوی خبری کول بعضی کتابولکه خــزانة الفقه حرام بللی اوهمدارنګه په بـــعضی احادیــــثوکی په دی باره کی ډیرســـخت وعیدونه راغلی اودی ذکر شوی ایات په باره کی تفسیراحمدی لیکی چی ددی ایات ډیرتفسیرورنه راغلی خو واضح تفسیريي داده چی دایات نـازل شو لپاره دمنع کیدودی خبرودینوی ووپه مسجد کی له جهته دتعظـمه دی مسجدځکه چی دادی الله تعالی کورونه دی لهذاتعظیم يي پکارده نولایق له هغه چاسره چی دی الله تعالی اودی رسول الله ﷺ اطاعت کوی داده چی په مسجدکی صرف عبادت اوذکرووکړی نه بل شی . انتهی
سوال دی سنتوځایــــونـــه چی نن صباله مســـجدوسره جوړیږی که په دی کښی دنیاوی خبری کیږی دابه هم جائزنه وی لکه په جماعت کی ؟
دی سنتوځایونه چونکی دی مسجدپه نیت نه جـــوړیـــږی بلکی له اوله نه دی منجلس لپاره په نظرکی نیول شوی وی لهـــذادی سنتوځـــایونه دی مسجدوحکم نلری خو چونکی دامنجلسونه دی مازدیګراوماښام ترمنځ کــــیږی اودی سهـــرپه وخت کی له لــمانځه نه ورسته کوم چی داډیـر دبرکت وختونه دی اول خوپه دی وختوکی پټه خوله کښیناستل هم دذکـــر په شان ثواب لری نوپټـــه خوله کښیـــناستل پکاردی اوکـــه خبری کوی نو مناسبه داده چی له بیهوده اوبیکاره خبرونه پرهیــــــزوکړی ځکه چـــی نبی ﷺ فرمايي ومن لم یقل خیراً فلیصمت یعنی څـــوک چی دخیرخبری نکوی نـــو پټه خوله دی کښینی
ادامه مطلب
د شـهيـد بـيـان
په فقهى حكم دڅلورومذهبواوپه حكم داحاديثواوتفاسيرو درى (٣) وژنى حق دى :
١. چـه يومسلمان داسلام دمقـدس دين څخه وبل دين ته واوړى ٢. قصاص يعنى هغه څوك چه په ناحقه ئې مسلمان يااهل ذمه وژلى وى ٣. رجم يعنى هغه نارينه چه ښځه لرى ياهغه ښځه چه ميړه لرى زنا وكړى اوڅلورشاهدان ئې د زناپرعمل شاهدى اداكړى بيله دغودرو(٣) وژنوڅه نورى ټولى وژنى ناحقه دى . وشهيدته دى دجنازى لمونځ وركړه شى اوغسل دى نه وركوى، امام اعظم ابو حنيفه (رح) فرمايى جنب شهيدته دى دجنابت غسل وركړه شى اوهمداراز نابالغه شهيدته دى غسل وركړه شى مګرامام ابويوسف (رح) اوامام محمد(رح) فرمايى چه نه دى جنب شهيدته اونه دى نابالغه شهيدته غسل وركوى، دشهيدنه دى جامى نه كاږى او وينه دى نه ور وينځى مګرپوستين، چپنه، بوټونه، موزى، خولۍ، توره، ټوپك اوداسى نوردى ورڅخه وكاږى، كه څوك وروسته له ټپى كيدونه خورك چښنګ، دوا او دارو وكړى ياژوندى پاته شى چه دلمانځه يومكمل وخت ورباندى تيرشى پرهوښ وى يا د غزاله ميدان نه ژوندى وايستل شى ياپه رجم يا قصاص سره ووژل شى نوغسل اودجنازى لمونځ دى وركړى، كه څوك دباغيانوله خوا ووژل شى يا د لاروهونكوله خواه ووژل شى غسل دى شى خولمونځ دى نه وركوى، كه چاخپل ځان پخپله په قصد ياپه سهوه سره مړكړدامام حنيفه (رح) په مذهب غسل دى وركړه شى اولمونځ دى وركړه شى مګرامام ابويوسف (رح )وايى چه لمونځ دى نه وركوى

